روغتیا

په نیمروز کې د نشه‌يي توکو ۹۷ روږدو درملنه وشوه او کورنیو ته سپارل شول

د نیمروز طالبب امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د روږدو کسانو د درملنې په کمپ کې ۹۷ تنه معتادین له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شول.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر آژانس د راپور له مخې، دغه کسان د نیمروز له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو او په ۱۰۰۰ بستریز کمپ کې یې د درملنې موده تېره کړې ده.

چارواکي زیاتوي چې د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې لړۍ لا هم روانه ده او هڅې شوي چې نور معتادین هم د درملنې تر پروګرام لاندې شامل شي.

سره له دې چې په نیمروز کې د لسګونو روږدو کسانو درملنه شوې؛ د اعتیاد پراخوالی لا هم د ټولنې لپاره یوه ستره ننګونه ده. د نشه‌يي توکو د لاسرسي اسانتیا، بې‌وزلي او د کار نشتوالی هغه عوامل ګڼل کېږي چې د روږدو شمېر د زیاتېدو لامل شوي دي. د روغتیايي چارو کارپوهان وایي، یوازې درملنه بسنه نه کوي؛ بلکې د بېرته روږدېدو د مخنیوي لپاره د کار زمینه، دوامداره رواني ملاتړ او د کورنیو همکاري ډېره اړینه ده.

افغانستان د نړۍ د نشه‌يي توکو له ستر تولیدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، او د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په ټول هېواد کې له درې میلیونو څخه زیات وګړي په یوه یا بله بڼه پر نشه‌يي توکو روږدي دي. د درملنې مرکزونه که څه هم په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کوي، خو د موجودو روږدو کسانو د اړتیاوو پوره کولو ته کافي نه دي. د کارپوهانو په باور، که د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق مهار نه شي او د خلکو د ژوندانه اقتصادي شرایط ښه نه شي، د اعتیاد ستونزه به لا پسې پراخه شي.