کندهارـ د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې ۱۴۰ تنه افغان مهاجرین، چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بنديان وو، له خوشې کېدو وروسته بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د مهاجرینو د لېږد مدیریت مسؤلین وايي، دغه کسان د پاکستان په مختلفو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې ورځې تر اوو ورځو پورې په زندان کې ساتل شوي وو.
سرچینې زیاتوي، له خوشې کېدو وروسته یاد افغان مهاجرین د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان له لوري د افغان مهاجرینو د نیولو، بندي کولو او جبري ستنولو پېښې ډېرې شوې دي، چې د کډوالو کورنیو لپاره یې له بشري ستونزو ډکې پایلې لرلې دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او نورو نړیوالو بشري بنسټونو پر دې پروسه څو ځله اندېښنه ښودلې، او ویلي یې دي چې په ناڅاپي ډول د افغان مهاجرینو شړل د بشري ناورین سبب ګرځي، ځکه ډېرې کورنۍ د سرپناه، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو اړتیاوو له لاسه ورکوي.
