د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سهشنبې په ورځ د خپلې کابینې په غونډه کې وویل، نه پوهېږي چې ولې د امریکا پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول او د هغه په وینا، په وافعیت کې د امریکا د پوځ یوه برخه توانمندي په افغانستان کې پرېښودل شوې ده.
خو ټرمپ زیاته کړه چې دغه اندازه د امریکا د پوځ د ټولو تجهیزاتو په تناسب، ډېره کمه ده.
هغه وویل: «موږ د نړۍ تر ټولو ستر پوځ لرو. موږ دا پوځ اساساً زما د لومړۍ دورې پر مهال بیا رغولی و. د دې یوه برخه په احمقانه توګه افغانستان ته پرېښودل شوه. د څه لپاره؟ هېڅوک یې دلیل نه شي ویلی. خو له دې سره سره، که په ټوله کې ورته وګورو، دا اندازه نسبتاً کوچنۍ ده. سره له دې، هغه څه چې هغوی وکړل واقعاً حیرانوونکي وو.»
د امریکا دفاع وزیر د وتلو پروسه «یوه فاجعه» بللې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د وتلو په تړاو به حسابورکونه وشي او د امریکا د جګړو د مخنیوي توان به بېرته راژوندی شي.
پیت هیګست، د امریکا د دفاع وزیر، وویل: «موږ په دفاع وزارت کې د خپلو څېړنو له لارې، د دې موضوع لپاره د حسابورکوونکی بهیر رامنځته کوو، او دا یو مثبت ګام دی.»
په همدې حال کې د امریکا د کانګرس یو غړي ویلي چې د امریکا د وتلو څرنګوالی د امریکا راتلونکی نسل د جګړې له ګواښ سره مخ کړی او امریکا یې د برید او ګواښ تر سیوري لاندې راوستې ده.
پت هاریګان، د امریکا د کانګرس استازي، وویل: «زموږ سیاستوالو موږ ناهیلي کړو. زموږ پوځي قوماندانانو موږ ناهیلي کړو، او کله چې یو څوک لږ شاته ګام اخلي، نو پوهېږي چې که موږ دومره په بنسټیز ډول کمزوري یو چې افغانستان په هغه بڼه له لاسه ورکړو؛ نو په عملي ډول خپلو دښمنانو ته بلنه ورکوو چې پر موږ برید وکړي.»
د امریکا له وتلو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د امریکا او د پخواني افغان پوځ ډېر تجهیزات د طالبانو لاس ته ورغلل. طالبانو هر کال په بګرام هوايي اډه کې له همدې امریکایي وسلو سره د «بریا پوځي پرېډ» ترسره کاوه. خو سږ کال، د ټرمپ د سختو نیوکو او غبرګونونو وروسته، طالبانو د واک ته د رسېدو په څلورم کال کې په بګرام کې د امریکایي وسلو پوځي پرېډ ترسره نه کړ.
