د امریکا پر هندي توکو د درنو تعرفو عملي کېدل له نن چهارشنبې څخه پیل شول؛ یوه داسې اقدام چې د نوي ډهلي چارواکیو په وینا، د دغه هیواد صادراتو ته د نړۍ تر ټولو لوی بازار ته محدودیت، جدي بحران رامنځته کولی شي.
امریکا لومړی د هند پر ځینو توکیو ۲۵٪ تعرفه وضع کړې وه، خو ډونالد ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې، له روسیې د سون توکیو د اخیستلو په دلیل اجرائیوي فرمان صادر کړ او ۲۵٪ نوره تعرفه یې ور اضافه کړه. په دې توګه ټولې تعرفې ۵۰٪ ته ورسېدې.
د هند حکومت وايي، دا تعرفې به د دغه هیواد شاوخوا ۴۸.۲ میلیارد ډالره صادراتو باندې بدې اغېزې ولري. چارواکيو خبرداری ورکړی چې د اضافي تعرفې وضع کول کولای شي امریکا ته صادرات له اقتصادي پلوه غیرعملي کړي، چې پایله به یې په اقتصادي وده کې کمښت او زرګونه دندې له لاسه ورکول وي.
لګښتي صنعتونو ته د زیان اړوند اندېښنې
د نوي ډهلي د نړیوالو سوداګریزو څېړنو د نوښت فکري خونې په راپور کې ویل شوي چې تر ټولو زیات زیان به د لګښتي صنعتونو لکه نساجي، سینګار توکي، قیمتي ډبرې، څرمن توکي، خوراکي توکي او موټرو ته ورسیږي.
اجي سریواستاوا، د یادې فکري خونې او د هند پخوانی تجارتي چارواکي، ویلي: «د نوې تعرفې رژیم یو ستراتیژیک شاک دی، چې کولای شي د امریکا په بازار کې د هند اوږدمهاله شتون له منځه یوسي، د صادراتي مرکزونو کې بېکاري رامنځته کړي او د دغه هیواد رول په صنعتي ارزښت کې کمزوری کړي.»
په هر حال، امریکا یو شمېر هغه برخې چې د هند په صادراتو کې مهمه ونډه لري، لکه درمل او الکترونیکي توکي له نوو تعرفو معاف کړي.
د تولیدونکیو غږ
پوران داوار، د اګرا د څرمنو بوټانو صادرونکی او د هند د څرمنو صادراتو سیمهییزې شورا مشر، وايي: «دا واقعاً یو لوی شوک دی. زموږ صنعت به سخت وځپل شي، پرته له دې چې داخلي غوښتنه پیاوړې شي یا نوي نړیوال بازارونه پیدا کړو.»
هغه زیاته کړه چې امریکا باید درک کړي چې لوړې تعرفې په پای کې د امریکایي مصرف کونکو په تاوان تمامېږي.
د صادرونکو استازې ډلې هم خبرداری ورکړی چې دغه تعرفې به په ځانګړې توګه وړې او منځنۍ سوداګرۍ چې په امریکا شدید تکیه لري، له فشار سره مخ کړي.
د سوداګریزو مذاکراتو ډله
دغه تعرفې په داسې حال کې عملي کېږي چې د هند او امریکا د دوه اړخیزې سوداګریزې مذاکرات تر اوسه بې نتیجې پاتې دي. نوی ډهلي په پنځو دورو کې مقاومت کړی او حاضر نه دی چې خپل کرنیز او لبنیاتي بازار د ارزان امریکایي وارداتو لپاره پرانیزي. چارواکي وايي، دا ډول اقدام کولای شي د ملیونونو داخلي دندو لپاره خطر رامنځته کړي.
نرندرا مودي، د هند لومړی وزیر، د ګجرات ایالت په یوه غونډه کې وویل: «زما لپاره د بزګرانو، وړو سوداګریزو بنسټونو او د لبنیاتو سکتور ګټې لومړیتوب لري. زما حکومت اجازه نه ورکوي چې هغوی زیان وویني.»
هغه د امریکا د نوو تعرفو سیاست د «اقتصادي ځانغوښتنې سیاست» په توګه یاد کړ.
په همدې حال کې، یو امریکایي پلاوی چې پلان لرلو د دې اونۍ پای کې، په پلازمېنه ډهلي کې د شپږمې دورې سوداګریزې خبرې وکړي، خپل سفر لغوه کړی دی.
