ورزش

د افغانستان دوه لوبغاړي په چین کې د سوک‌وهنې سیالیو نیمه پایلوبې ته ورسیدل

فردوس نجیبي او مجتبی حیدري، د افغانستان د ملي سوک‌وهنې ټیم غړي، د چین د ارومچي ښار په نړیوالو سیالیو کې د نیمه پایلوبې پړاو ته وتلي دي.

په دغو سیالیو کې د شلو هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی دی. د افغانستان د سوک ‌وهنې فدراسیون وايي، فردوس نجیبي د ځوانانو په ۸۰ کیلوګرامه وزن کټګورۍ کې د خپل چینایي سیال پر وړاندې د بریا ترلاسه کولو سره نیمه پایلوبې ته لار وموندله. همدارنګه، مجتبی حیدري د ځوانانو په ۵۰ کیلوګرامه وزن کټګورۍ کې د غوره لوبې په ترڅ کې نیمه پایلوبې ته وتلی دی.

بل لور ته، د افغانستان یو شمېر نور لوبغاړي د هڅو سربېره، د خپلو سیالانو پر وړاندې بریالي نه شول:

  • محمد امید کوهستاني (۶۰ کیلوګرام – لويان) د چین پر وړاندې.
  • عبادالله‌الرحمن ابراهیمي (۸۰ کیلوګرام – لويان) د چین پر وړاندې.
  • سهراب زماني (۶۰ کیلوګرام – تنکي ځوانان) د قرغیزستان پر وړاندې.
  • فرهاد سالګي (۵۴ کیلوګرام – تنکي ځوانان) د هندوستان پر وړاندې.
  • محمد ذکي حبیبي (۴۶ کیلوګرام – تنکي ځوانان) د هندوستان پر وړاندې.
  • احمد تمیم شهیر (۶۶ کیلوګرام – تنکي ځوانان) د چین پر وړاندې.

د فدراسیون په وینا، ټاکل شوې ده چې تابش صدیقي د تنکي ځوانانو په ۷۵ کیلوګرامه وزن کې د خپل هندي سیال پر وړاندې سیالي وکړي.

دا د “کمربند او لارې” تر سرلیک لاندې د سوک‌وهنې سیالیو درېیم پړاؤ دی چې د چین په کوربتوب ترسره کېږي. په دغو سیالیو کې د افغانستان، چین، کیوبا، قزاقستان، هندوستان او جنوبي کوریا په ګډون د ۲۰ هېوادونو له ۴۰۰ څخه زیات سوک‌وهونکيو، روزونکيو او د فني ډلې غړیو ګډون کړی دی.