امنیت

د ایران او پاکستان پوځي مشرانو د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز سید عبدالرحیم موسوي ویلي، دغه هېواد د ترهګرۍ د رېښې اېستلو په برخه کې له پاکستان سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې د ترهګرو ډلو تحرکات په وروستیو کې زیات شوي دي او ګډې هڅې د سیمې د امنیت د ټينګښت لپاره اړینې دي.

له بلې خوا د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ټینګار کړی چې د پاکستان او ایران پوله باید د دوستۍ، ورورولۍ او اقتصادي پراختیا په سرحد بدله شي. د هغه په وینا، اسلام‌اباد او تهران به حتماً د ګډې همکارۍ له لارې دا هدف ترلاسه کړي.