د آمو د یوې سیمه ییزې څېړنې موندنې ښیي چې د طالبانو په امر، په ۱۶ ولایتونو کې د «ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول» منع شوي دي، او په ۷ نورو ولایتونو کې، د «ژوندیو موجوداتو انځورونه» کله خپرېږي او کله نه کېږي.
خو، اوس مهال، د «ژوندیو موجوداتو انځورونه» یوازې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې خپریږي.
د ژوندي موجوداتو د انځور د خپرېدو د بندیز په اړه له جدي اختلاف سره مخ دي.
د رسنیو ځینې فعالان خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام د طالبانو لخوا د رسنیو، په ځانګړې توګه پر انځوریزو رسنیو، روښانه فشار دی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون له لاسلیک وروسته، چې پکې د طالبانو لخوا «د ژوندیو انځورونو خپرول» ناروا اعلان شول، طالبانو په تیر کال کې په ډیر جديت سره خپل لستوني بډ وهل ترڅو «د ژوندیو انځورونو خپرولو بندیز پلي کړي.» په دې سیمه ییزه څیړنه کې چې د هیواد په څلور دېرشو ولایتونو کې د خبریالانو او عامه سرچینو سره ترسره شوې، او د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي تلویزیون سربیره، د سیمه ایزو تلویزیون خپرونې هم څیړل شوې دي. زموږ موندنې ښیي چې د ژوندیو انځورونو خپرولو بندیز ۱۶ ولایتونو ته رسیدلی دی.
د طالبانو د ځواک له مرکز تر پنجشیر او کاپیسا ولایتونو پورې!
د آمو د یوې سیمه ییرې څېړنې موندنې:
• په نورستان، سرپل، بامیان، لغمان، زابل، ارزګان، هلمند، جوزجان، فاریاب، بادغیس، فراه، دایکندي، کاپیسا، پنجشېر، کندهار او میدان وردګ ولایتونو کې “د ژوندیو انځورونو خپرول منع” اعلان شوي دي.
راپور دا هم موندلې چې د هیواد په ۷ ولایتونو کې، د ژوندیو انځورونو خپرول
کله خپریږي او کله نه خپریږي.
په دې ولایتونو کې، لیدل شوي چې تلویزیونه کله ناکله د ژوندیو موجوداتو انځورونه خپروي که چیرې قضیې د طالبانو په ګټه وي.
د آمو د یوې سیمه ییرې څېړنې موندنې ښيې، چې په نیمروز، کونړ، لوګر، ننګرهار، کندز، بدخشان، سمنګان کې د “ژوندیو موجوداتو انځورونه” کله خپریږي او کله نه خپریږي.
له دې سره، په ۱۱ نورو ولایتونو کې، لکه کابل، بلخ او هرات کې بیا د “ژوندیو موجوداتو انځورونه” خپریږي.
د آمو د یوې د سیمه ییزې څېړنې موندنې ښيې، چې په کابل، بلخ، هرات، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، غور، بغلان، تخار او پروان کې د “ژوندیو موجودانو انځورونه” خپرېږي.
ځایي سرچینې ټینګار کوي چې د طالبانو دې بندیز د تلویزیون پر نشراتي فعالیتونو مستقیم اغیز کړی دی. اوس مهال، د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې، سیمه ایز تلویزیوني رسنۍ خپرونې نه کوي.
په کندز او بدخشان ولایتونو کې، سیمه ایزو تلویزیونونو هم خپل خپرونې ټولنیزو شبکو او یوټیوب ته لیږدولي دي.
د آمو د یوې سیمه ییزې څېرنې موندنې:
• په ۱۴ ولایتونو (پنجشېر، کاپیسا، فراه، بادغیس، هلمند، ارزګان، زابل، لغمان، سرپل، نورستان، پروان، غور، فاریاب او غزني) کې سیمه ییز ټلویزیونونه خپرونې نه کوي
• په کندز او بدخشان ولایتونو کې سیمه ییز ټلویزیونونه په ټولنیزو شبکو او یوټیوب کې خپرونې کوي
• په هرات، بلخ او کابل ولایتونو کې ټلویزیونونه خپرونې کوي، په داسې حال کې چې په نورو ۱۵ ولایتونو کې، مرکه کونکو دې پوښتنې ته مشخص ځواب نه دی ورکړی.
له دې سره، په راپور کې دا هم موندل شوې چې طالبان په سیمه ییزه کچه او د مشرتابه په کچه د “د ژوندیو موجوداتو انځورونو خپرولو بندیز” په اړه په جدي اختلاف کې دي. سیمه ییزې سرچینې ټینګار کوي چې په ځینو ولایتونو کې، د طالبانو د امذ بالمعروف ریاستونه او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه په دې مسله کې اختلاف لري.
سرربېپردې، سیمه ییزې سرچینې ټینګار کوي چې په ځینو مواردو کې، طالبان د “ژوندیو موجوداتو انځورونو خپرولو” لپاره “انتخابي” چلند لري. د سیمه ییزو سرچینو په وینا، هغه قضیې چې طالبانو ته ګټه رسوي د “ژوندیو موجوداتو انځورونو خپرولو بندیز” سره سره خپریږي.
خو، ځینې دیني عالمان د طالبانو د دې بندیز په اړه څه نظر لري.
دیني عالم، مولوي ولي الله لبیب، وايي: «هغه انځورونه چې نن اخیستل کېږي، هغه انځورونه چې نن اخیستل کېږي، دا اصلي تصویر نه دی، دا یوه کاپي ده، یو نقل دی. او هغه نیت چې په شریفو احادیثو کې راغلی، هغه اراده او سبب چې په شریفو احادیثو کې ذکر شوي، هغه انسان چې نن د سوداګرۍ یا د خپل او دوستانو د انځور اخیستلو لپاره انځور اخلي، هغه نیت نه لري. کله چې نیت نه وي، سبب هم نه وي، او کله چې سبب نه وي، نو د دې حرمت یا ګناه هم پرې نه کېږي.»
د مشرتابه په کچه، د طالبانو دا اختلاف په تیر کال کې ډیر څرګند شوی، لکه څنګه چې ځینې طالب چارواکي د دوی د رسمي غونډو انځورونه خپروي او د رسنیو کیمرې مخې ته خبرې کوي، په داسې حال کې چې نور یوازې خپل غږونه خپروي او د “ژوندي موجود د انځور” خپرولو مخالفت کوي.
له دې ټولو سره، د رسنیو سازمانونو په دوامداره توګه خبرداری ورکړی چې د طالبانو دا بندیز، د دوی په باور، د رسنیو، په ځانګړې توګه د انځوریزو رسنیو، ښکاره ځپل دي او دا بندیزونه باید سمدلاسه لرې شي.
