د افغانستان په اړه د پاکستان ناسته چې ټاکل شوې وه د اګست په ۲۵ او ۲۶ نېټو په اسلاماباد کې ترسره شي، د طالبانو د فشار له امله وځنډول شوه.
پاکستانۍ « ډ نیشن» ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټاکل شوې وه دا ناسته د خپلواک څېړنیز بنسټ د سویلي آسیا ستراتیژیک ثبات انستیتوت له خوا جوړه او په دې ناسته کې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ پر موضوعاتو بحث شوی وای.
د دې راپور پر بنسټ، د پاکستان، طالبانو او چین درې اړخیزې ناستې په ترڅ کې چې د اګست په ۲۰ مه په کابل کې ترسره شوه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال اسحاق دار سره خپلې شدیدې اندېښنې د دې ناستې د ځینو بلل شویو ګډونوالو په اړه شریکې کړې دي.
دغه غونډه په اسلاماباد کې تر اوسه درې ځله ځنډول شوې ده: لومړی ځل د جون په ۲۵-۲۶، بیا د جولای په ۲۵-۲۶ او درېیم ځل د اګست په ۲۵-۲۶ نېټه. د نیشن ورځپاڼې هم د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په دې څېړنیز بنسټ کې هڅې روانې دي څو غونډه د سپتمبر په وروستیو کې ترسره شي او طالبان د دیپلوماتیکو لارو د منلو لپاره قانع شي.
