د طالبانو له لوري په هرات ولایت کې، د یوه ځوان شکنجه او په دار ځړول، د هېواد د یو شمېر اوسېدونکو غبرګونونه راپارولې دي.
د هېواد اوسېدونکي، د طالبانو له صحرایي محکمو په نیوکې سره وایي، چې جسدونو ته سپکاوی، د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف کار دی.
بل خوا، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د دغه پېښې په غبرګون کې لیکلي دي، چې اعدام او جسدونو نندارې ته اېښودل په اسلام کې ځای نه لري.
طالبانو د جمعې په ورځ، د یوه ځوان په وینو لړۍ جسد، په عام محضر کې په دار وځړاوه، خو دغه وژل شوی کس څوک و او د افغانستان د خلکو له آزادي غوښتونکي اسلامي غورځنګ سره ېې څه تړاو درلوده؟
