افغانستان

پروان کې تر ۸۰۰ زیات ماشومان سخت کارونه کوي

په وروستیو میاشتو کې پروان کې د کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی دی. دغه ماشومان وایي، چې هغوی سختو کارونو ته اړ دي ترڅو یوه نمړۍ ډوډۍ ترلاسه کړي.

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار بازارونه او کوڅې د هغو ماشومانو د زیاتېدو شاهدې دي چې د خپلو کورنیو د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله سختو کارونو ته اړ دي.

بلال ۱۳ کاله عمر لري او پلار یې د مخکیني حکومت پوځي و او له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. هغه د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «تر تېر کاله یې زما د پلار اکرامیه راکوله او په هغې مو د کورنۍ یوه برخه لګښتونه برابرول، اوس یې نه راکوي. زه هم ښوونځي ته ځم هم پیرکي پلورم ترڅو کور ته یوه نمړۍ ډوډۍ یوسم.»

هېواد کې ناوړه اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی، چې پر سړکونو د ماشومانو لپاره کار پر یوه مسلک بدل شي.

باسط د چاریکار ښار یو بل ماشوم دی، چې له سهاره تر ماښامه د یوه اندازه کمو پیسو لپاره د ښار په سړکونو کې لالهاند ګرځي.

هغه وایي: «کار کولو ته اړ یم، که کار ونه‌کړم زه او کورنۍ مې وږي پاتې کېږو.»

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس قدرت‌الله ذاکر وايي، چې تر اوسه یې د دغو ولایتونو لپاره د خیاطۍ او ترکاڼۍ کارځایونه جوړ کړي دي. هغه زیاتوي: «تر اوسه په پروان ولایت کې، د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې ۸۱۰ کارګر ماشومان ثبت شوي دي چې سخت کارونه کوي.»

بېوزلۍ، وزګارۍ او جګړې د افغانستان ماشومان اړ کړي چې په ستونزمن وضعیت کې د کمو پیسو په بدل کې د ورځې تر ناوخته سخت کارونه وکړي.

په همدې حال کې، د ماشومانو حقونو فعالانو څو ځله په جګړو کې د ماشومانو له ناسم کارولو او د ترهګریزو ډلو له خوا یې د جذب په تړاو خپله اندېښنه اعلانه کړې ده.

د مخکیني دولت د شمېرو له مخې، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې ۳ میلیون او ۷۰۰ زره کارګرو ماشومانو فعالیت درلود چې له دې منځه، دوه میلیون او ۱۰۰ زره تنو یې سخت کارونه کول؛ خو د طالبانو له بیا راتګ سره د هغوی شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.