په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ، سویس ته د طالب ډيپلوماتانو د سفر په غبرګون کې ویلي، چې د دوی سفر د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په موخه ترسره شوی دی. د افغانستان د دایمي استازولۍ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو څلور قونسلي مامورین، له سویس څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د آسانتیا په موخه دغه هېواد ته درې ورځنۍ سفر کړی و.
بلخوا، یو شمېر هغه ښځې او نجونې چې د طالبانو له لوري له زدهکړو او کار څخه محرومې شوې دي، وایي چې طالبان باید په بېلابېلو پلمو عادي نه شي.
سویس ته د څلورو طالب ډيپلوماتانو د سفر په تړاو، په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وایي، چې د طالبانو څلور قونسلي مامورین په سویس کې د افغان کډوالو د هویت د پېژندنې په موخه دغه هېواد ته په سفر تللې دي. د ښاغلي اندېشه په خبره، د دوی د سفر موخه، له سویس څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر آسانتیا ده.
په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی، نصیر احمد اندېشه، ویلي: «د طالبانو د قونسلي چارو څلور مامورین، د افغان کډوالو د «هویت د تثبیت» او د دوی د ایستلو د پروسې د آسانتیا په موخه سیوس ته سفر کړی دی.»
د سویس دولتي رسنیو هم مخکې راپور ورکړی و، چې دغه څلور طالب چارواکي، په وروستیو ورځو کې په جرمونو د تورنو یوولسو افغانانو د پېژندنې په موخه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
خو له زدهکړو او کار څخه یو شمېر محرومې ښځې او نجونې وایي، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل د افغانستان د خلکو په ځانګړي توګه د افغان ښځو او نجونو په زیان دی او هېوادونه باید په بېلابېلو پلمو سره له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي.
د نیمروز اوسېدونکې آمو ته وویل: «که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، پر افغانانو به یې ډېر منفي اغېز وکړي، په ځانګړي ډول پر ښځو چې نه د زدهکړې اجازه لري او نه د کار. له نړیوالو هېوادونو غوښتنه کوو چې د دې موضوعاتو په پام کې نیولو سره له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکې عادي نه کړي.»
د کابل یوه اوسېدونکې وايي: «هېوادونه باید طالبان د هغوی د کړنو پر بنسټ قضاوت کړي. طالبان تر اوسه ښودلې ده چې د بشري حقونو درناوی نه کوي؛ ښځې او نجونې د زدهکړې له حقه محرومې شوې، د بشري حقونو پراخ سرغړونې کېږي او بنسټیزې ازادۍ محدوده شوې دي.»
له دې مخکې، د سویس دولتي ټلویزیون راپور ورکړی و، چې د دوی هېواد ته د طالب ډيپلوماتانو سفر د سویس د عدلیې وزارت د سیاستونو هغه برخه ده، چې له مخې ېې باید مجرم افغانان له زندان وروسته، افغانستان ته وایستل شي.
رسمي شمېرې ښیي، چې د تېر کال تر پایه پورې، له سویس څخه پنځه زنداني افغانان، افغانستان ته ایستل شوې دي، خو طالبانو د خپلو قوانینو په بدلولو سره ویلي، چې د افغان وګړو ایستل به یوازې په کابل کې د صادر شویو اسنادو له مخې ومني.
