ورزش

افغانستان په اماراتو کې له بنګله څخه د ۲۰اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبلړیو کوربه‌توب کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد ملي کرکټ لوبډله د اکتوبر له ۲مې تر ۱۴مې (د تلې میاشتې له ۱۰مې تر ۲۲مې) پورې د بنګله‌دېش د ملي لوبډلې څخه د درې ۲۰اوریزو او درې ۵۰اوریزو لوبو کوربه‌توب کوي.

ټولې دغه سیالۍ به د متحده عربي اماراتو په لوبغالي کې ترسره شي.

د پلان له مخې، د ۲۰اوریزو سیالیو لوبلړۍ د اکتوبر په ۲مه پیلېږي، دویمه لوبه به د اکتوبر په ۳مه او درېیمه د اکتوبر په ۵مه وشي. ورپسې درې یوه ورځنۍ لوبې د اکتوبر په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ اجرایي رییس، نصیب خان، په یوه اعلامیه کې وویل: «دا سفر زموږ د همکارۍ د پیاوړتیا او د ګډ تعهد څرګندونه کوي چې په نړیوال معیار سیالۍ وړاندې کړو، حتی که په بې‌طرفه میدانونو کې ترسره کېږي.»

له بلې خوا، نظام‌الدین چودري، د بنګله‌دېش د کرکټ شورا اجرایي رییس، دا لړۍ «جالبه» وبلله او ویې ویل چې دغه سیالۍ به د اسیا جام وروسته د چمتووالي لپاره ارزښتناک فرصت ويږ

افغانستان او بنګله‌دېش له دې دوه‌اړخیزې لړۍ وړاندې، ټاکل شوي چې د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام په «بی» ګروپ کې هم سره مخامخ شي.