ورزش

د اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د روان ۲۰۲۵ میلادي کال د شل اوریز اسیا جام سیالیو لپاره د ملي ټیم ۲۰ کسیز نوملړ اعلان کړ چې پکې ۱۷ لوبغاړي په عمومي او ۳ لوبغاړي په احتیاطي نوملړ کې ځای پرځای شوي دي.

بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نوملړ له اعلانولو وړاندې د یادو سترو سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه په کابل کې تمریناتي کمپ ترسره شو او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې هم یاد لوبغاړي پر تمریناتي کمپ بوخت دي.

د بورډ په وینا، د متحده عربي اماراتو په کوربه توب به د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره هم د متحده عربي اماراتو په تمریناتي کمپ کې د موجوده ۲۲ کسانو له منځه د افغان لوبډلې نوملړ غوره شي.

د اسیا جام سیالیو په نوملړ کې، راشدخان د کپټان په توګه په ډاګه شوی دی. رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د پیل توپوهونکي، او ورسره صدیق الله اتل، درویش رسولي، محمد اسحاق، کریم جنت، عظمت‌الله عمرزی، ګلبدین نایب، مجیب الرحمان، الله محمد غضنفر، نور احمد، شرف‌الدین اشرف، فرید ملک، نوین‌الحق او فضل‌الحق فاروقي په دغه نوملړ کې شامل دي.

ننګیال خروټی، وفیع‌الله ترخیل او عبدالله احمدزی د احتیاطي لوبغاړو په توګه په نوملړ کې شامل شوي دي.

د ۲۰۲۵ میلادي کال د شل اوریز اسیا جام سیالۍ د سپمټبر په نهمه پیلیږي او د همدغې میاشتې په ۲۸مه پای ته رسیږي.