په غزني ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندان خالد سرحدی ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او اببند ولسوالۍ کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، د دواړو ترافیکي پېښو لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
درې ورځې وړاندې، د هرات – اسلامکلا پر لويه لاره د ټرافیکې پېښې له امله د تلفاتو شمېر ۷۶ تنو ته لوړ شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه پېښه کې، درې تنه سخت ټپیان شوي دي.
په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
