ورزش

افغان ورزشکارانو د اسیا د بدن ښکلا په سیالیو کې درې برونز مډالونه ګټلي

افغان ورزشکارانو، د بدن ښکلا په اسیایي سیالیو کې درې د برونزو مډالونه وګټل.

بیت‌ الله ځدران، په منفي ۷۵ کیلوګرام وزن کې، یاسر سمیر احسان، په مثبت ۷۵ کیلوګرامه وزن کې او او نایب مبارز په ۸۵ کیلوګرامه وزن کې مډالونه ترلاسه کړل.

د اسیا د بدن ښکلا ۵۸م پړاو سیالۍ، د اګسټ له ۱۸مې تر ۲۵مې د تایلنډ په کوربتوب روانې دي او له افغانستانه اووه کسیزه ډله پکې ګډون لري.