نړۍ

له روسیې سره د اوکراین خاورې د ځینو برخو یو ځای کېدل

د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین پرون جمعه په هغو مراسمو کې چې په کرملین ماڼۍ کې ترسره شول، له روسيې سره د اوکراین خاورې د ځینو برخو یو ځای کېدل اعلان کړل.

دا په داسې حال کې دي چې روسیه له جدي پوځي شاتګ سره مخ ده؛ خو پوتین ژمنه کړې چې روسیه به په دغه جګړه کې په خپلو ځانګړو عملیاتو کې بریالۍ شي.

د اوکراین پر ۱۵ سلنه خاورې د روسیې د واکمنۍ اعلان، له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته له یوه هېواد سره د بل هېواد د خاورې د یو ځای کولو تر ټولو لوی نښلول دي.

تېره اونۍ، روسیې د اوکراین په ختیځ نیول شویو سیمو کې ټولپوښتنه ترسره کړه چې د اوکراین او لوېدیځو قدرتونو له غبرګون سره مخ شوه او دوی دا اقدام ناقانونه او تقلبي وباله.

بریتانیا، کاناډا او امریکا هم ددې ټولپوښتنې په غبرګون کې، د روسیې خلاف تازه بندیزونه لګولي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دې ته په اشارې سره چې هېواد یې په ناټو کې د چټک غړیتوب غوښتنه وړاندې کړې، ټینګار وکړ ترهغه چې پوتین د روسیې ولسمشر وي، له روسیې سره به مذاکره ونه کړي.

پوتین په داسې حال کې له روسیې سره د اوکراین د ختیځ ځينو برخو د یو ځای کېدو خبر ورکړ چې روسي ځواکونه په همدې سیمو کې، د اوکرایني پوځیانو له کلابندۍ سره مخ دي او په دې سیمو کې د روسیې د واکمنۍ نښې کمزورې دي.

پوتین د امریکا ضد یوه وینا کې، وښودله چې چمتو دی د هغه څه لپاره چې «د لوی تاریخ لرونکې روسیې» لپاره یې ګڼي خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

نوموړي لوېدیځ او امریکا په «نورد ستریم» د ګازو نل لیکه کې په چاودنه تورن کړل.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ددې چاودنې په غبرګون کې وویل چې دا ورانکاره اقدام قصدي و او روسان ناسم مالومات خپروي.

پوتین له روسیې سره د ددغو سیمو د یو ځای کولو په اړه وویل: «دوی دا انتخاب وکړ چې له خپلو خلکو او مورني ټاټوبي سره وي. د هغې سره برخلیک سره ژوند وکړي او ورسره بریالي شي، واقعیت له موږ سره دی، روسیه له موږ سره ده.»

روسیې تېره اونۍ، د اوکراین په ختیځو سیمو کې چې د دغه هېواد تر نیواک لاندې دي، ټولپوښتنه ترسره کړه چې د اوکراین او نورو لوېدیځو هېوادونو له خوا وغندل شوه.

پوتین په دې اړه وویل: «موږ به له خپلې خاورې په ټول توان او هر حالت کې له خپلې خاورې دفاع وکړو.»

نوموړي همداراز د اوکراین له رژيمه وغوښتل چې خبرو ته حاضر شي.