په پاکستان کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې ناسته، له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې ده.
باخبره سرچینې امو ته وایي، چې دغه ناسته به د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام آباد کې د شمېر سیاسي څېرو، د ګوندونو مشرانو او د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون جوړه شي.
د سرچینو په خبره، د دې ناستې ګډوال به د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت، د ښځو او نجونو او د افغانستان د سیاسي وضعیت په تړاو به بحث او خبرې وکړي.
پاکستان تر اوسه په رسمي توګه د دې ناستې د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي.
