سویلي آسیا

خېبر پښتونخوا کې د چورلکې د سقوط له امله پنځه تنه تنه مړه شوي

په خېبر پښتونخوا کې یوه صوبايي چورلکه غورځېدلې چې له امله یې د دوو پیلوټانو په ګډون پنځه تنه عمله وژل شوي دي.

د پاکستان «جيونیووز» د شنبې د ورځې د راپور له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې مرستندویه توکي د باجوړ سیمې ته لېږدول کېدل. چارواکو د سقوط علت خراب موسم اعلان کړی دی.

«جيونیووز» زیاتوي چې د قربانیانو مړي به له پېښوره د خپلو زیږنتون ښارونو ته د ښخولو لپاره ولېږدول شي. د چارواکو په وینا، د مړو له ډلې دوه تنه د لاهور اوسېدونکي، یو تن د تلګنګ، او دوه تنه نور د ایبټ اباد او صوابۍ اوسېدونکي وو.