سوداګري

د کندز د سپین زر تولیدي کارخونې د لا زیات فعالیت لپاره هڅې

د کندز د سپین زر تولیدي کارخونې له ۲۵ کلونو وروسته د ۱۲۰ زره ډالرو په پانګونې د ۱۳۹۹ هجري ـ لمریز کال په مرغومي میاشت کې خپل فعالیت بیا پیل کړ. دغه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰ تڼه خوراکي غوړیو د تولید ظرفیت لري.

د دې تولیدي فابریکې مسوولین وایي چې د زغرو، کنجاړې او کنجد غوړیو ترڅنګ په دغه کارخونه کې صابون هم تولېدېږي.

د مسوولینو په وینا، د کندز سپین زر دولتي شرکت د بیا فعالیت لپاره د نباتي غوړیو پنځه تولیدي دستګاوې د جمهوریت پرمهال له ازبکستانه پېرل شوې وې.

د کندز د سپین زر تولیدي فابریکي تخنیکي او عملیاتي آمر انجنیر نایب فرخاری وایی، چې د دې کارخونې له کلونو درېدو وروسته یې ډېری برخې بېرته فعالې شوې دي چې په دې منځ کې د پنبه دانې د پېرلو برخه هم فعاله شوې ده او هره ورځ له کروندګرو تر ۳۰ ټنو زیاته پخته پېري.

فرخاری په دوام کې زیاتوي: «د سپین زر دولتي شرکت د شمال ختیځ زون ولایتونو ـ په ځانګړې توګه د کندز ـ ولسوالیو او کلیو ته د پنبه دانې د پېرلو لپاره پلاوي لېږلي دي چې له پختو د کروندو له سروې وروسته د پنبه دانې د پېرلو اقدام کوي.»

د فرخاري په وینا سپین زر دولتي شرکت اوسمهال د کندز په ګډون له بغلان او تخار ولایتونو څخه هم پنبه دانه پېري او هره ورځ نږدې ۳۰ ټنه پنبه دانه د یادو ولایتونو له کروندګرو پيري او پلور ته یې برابروي.

هغه دوام ورکوي: «د پنبه دانې برخې پر فعالېدو سربېره د زغر، کنجد، کنجاړې د غوړیو او د صابون د تولید برخې هم فعالې شوې دي، چې له دغو اقدامونو سره زیات شمېر وګړو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»

په همدې حال کې د سپین زر کارخونې تخنیکي او د تولیدي چارو آمر عبدالغني قرلق وویل: «ټاکل شوې د کندز، بغلان، تخار او د اړتیا په صورت کې د نورو ولایتونو له بزګرانو ۱۱ زره مټریک ټنه دانه لرونکې پخته وپېرو.»

ټاکل شوې دغه شرکت په روان کال کې تر زر مټریک ټنو زغر د غوړیو د پروسس لپاره د هوکړه لیک له مخې ترکیې، چین او ازبکستان ته صادر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د کندز د سپین زر تولیدي فابریکه د نږدې ۴۵۰۰ کاریګرو په فعالیت سره پر مخ بېول کېده؛ خو د دې کارخونې فعالیت د کورنیو جګړو له امله درېدلی و او اوس تر ۳۰۰ تنو زیات په دغه کارخونه کې پر کار بوخت دي.

د سپین زر تولیدي فابریکې یو شمېر کارکوونکي وایي چې مخکې د کندز د سپین زر فابریکې تولید ان اروپایي هېوادونو ته صادرېده او د کار له درېدو سره د دې فابریکې ټول کارکوونکي وزګار شول.

نجیب‌الله چې کلونه کېږي په دغه کارخونه کې پر کار بوخت دی د دې فابریکې د فعالیت له بیا پیله د خوښۍ په څرګندولو وایي: «زه د خپلې کورنۍ مسوولیت لرم او دلته په کار کولو سره، کولای شم د خپلې کورنۍ غړو ته نفقه پیدا کړم. زه ډېره موده وزګار وم او اوس خوښ یم چې په دې کارخونه کې پر کار بوخت یم.»

د کندز سپین زر تولیدي کارخونه په ۱۳۱۴ کال کې د «شمالي شرکت» په نوم جوړه او په ۱۳۳۹ کال کې یې نوم سپین زر ته بدل شو. په هغه موده کې د دې شرکت ډېری تولیدي محصولات، غوړي او صابون وو؛ خو د کورنیو جګړو له امله یې ټولې برخې په ټپه ودرېدې او کارکوونکي یې هم وزګار شوي وو؛ خو اوس د دې کارخونې زیاته برخه بېرته فعاله او د نورو برخو په لار اچولو لپاره هم کار دوام لري.