د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

هانا نیومن: طالبانو ته باید مشروعیت ور نه کړل شي

د اروپايي اتحادیې د پارلمان غړې، هانا نیومن د افغانستان د وګړو د اجباري ایستلو د مخنیوي، د بشري ویزو د صادرولو پراخېدو او د ښځو او د بشري حقونو د مدافعینو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

هغې همدارنګه ټینګار کړی چې نباید طالبانو ته مشروعیت ورکړل شي.

دغه څرګندونې د طالبانو د بیا واکمنۍ د څلورمې کلیزې له لمانځنې سره هم‌مهاله شوي دي.

آغلې نیومن په ایکس ټولنیز شبکه کې لیکلي، له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګسټ کې بیا پر افغانستان واکمن شوي، نجونې له زده‌کړو محرومې شوې او ښځې د ورځني ژوند له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

نیومن خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له ۲۹ میلیونو زیات خلک په بشري مرستو پورې تړلي دي او رواني ستونزې، په ځانګړي ډول د پېښې وروسته اختلال، په ښځو کې ډېرې شوې دي.

هغې همدارنګه یادونه کړې چې د  له جنورۍ ۲۰۲۵ راهیسې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۱ میلیونو زیات مهاجر بېرته ستانه شوي چې ډېر یې د قانوني بهیر له تېرېدو پرته شړل شوي دي.

د نیومن په وینا، بېرته ستانه شوي کسان خبریالان، قاضیان، د ښځو د حقونو مدافعین او د لږکیو غړي دي چې د پوښتنو، ورکېدو او ان د اعدام له ګواښ سره مخ دي.

نیومن ټینګار کړی چې څلور کاله وروسته له ۱۵ اګست څخه، د افغانستان ښځې لا هم مقاومت کوي او نړیواله ټولنه باید د هغوی تر څنګ ودرېږي.