باوري سرچینې وایي، چې طالبانو په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د اګسټ ۱۵مې د ورځې په مناسبت د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرولو بندیز ځنډولی دی او له خبریالانو یې غوښتي چې د دې ورځې غونډې «په پراخه توګه او په انځوريز بڼه» خپرې کړي.
سرچینې زیاتوي، مخکې له دې نیټې، د دغو دوو ولایتونو محلي چارواکي د رسنیو لهخوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو مخنیوی کاوه.
سرچینې وايي، په یوه پېښه کې د پکتیا او پکتیکا واليانو د تیرې میاشتې پر مهال د شمالي زون استازو سره د لیدنې په جریان کې له خبریالانو سره د ژوندیو مرکې کولو څخه ډډه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په څو ولایتونو کې د امر بالمعروف قانون پر اساس د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړي دي.
