په کابل کې یو شمېر ښځینه سینګارکوونکې آمو ته وایي چې طالبانو په دې وروستیو ورځو کې د پلازمینې په ځینو برخو کې لسګونه کورني سینګارتونونه پېژندلي او تړلي دي.
د دې سینګارکوونکو په وینا، طالبانو د دوی کاري وسایل ضبط کړي او د دوی د کورنۍ له غړو یې لیکلي ژمنې اخیستې دي ترڅو د دوې د فعالیتونو د دوام مخه ونیسي.
سرچینو همداراز زیاته کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف چارواکو د دې ښځو ګرځنده ټلیفونونه هم کتلي دي.
په کابل کې یو شمېر ښځینه سینګارکوونکې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبینو په دې وروستیو ورځو کې په پلازمینه کې سینګارتونونه په پراخه کچه پلټلي دي او لسګونه کورني سینګارتونونه یې تړلي دي.
سرچینو آمو ته ویلي چې دې سینګارتونونو چې د ښځینه رسمي سینګارتونونو له تړلو وروسته په پټه توګه یې په کورونو کې فعالیت کاوه، د طالبانو لخوا په نښه شوي دي.
یوه ښځینه سینګارکوونکې وايي: «زموږ همکارانو له موږ سره اړیکه ونیوله او ویې ویل چې طالبانو په پراخه کچه کور په کور پوښتنې پیل کړې، زموږ د همکارانو سامانونه یې راټول او خبرداری یې ورکړ چې که دوی بیا فعالیت وکړي، نو دوی به ونیول شي او محاکمه به شي. ما خپل ټول توکي بل ځای ته ولېږدول او اندېښمنه یم.»
د دې سینګارتونونو په وینا، د طالبانو ځواکونو د دوی د کاري تجهیزاتو ضبط کولو سربیره، د دوی د کورنۍ له غړو لیکلي ژمنې هم اخیستې دي چې ورته فعالیتونه ودروي.
یو شمیر دغو ښځو همداراز ویلي چې د دوی ګرځنده ټلیفونونه د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو لخوا چک شوي دي.
تر مخکې هم، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو ښځینه سینګارکوونکې نیولې وې او څو ساعته وروسته یې بېرته خوشې کړې وې.
د هغو ښځو په وړاندې د طالبانو دا اقدام چې د خپلو کورنیو لپاره د نفقې پیدا کولو په لټه کې دي هم له غبرګونونو سره مخ شوی دی.
مخکې له دې، په کابل کې ځینو ښځینه سینګارکوونکو ویلي وو چې طالبانو په ځینو امنیتي حوزو کې د کار کولو د اجازې په بدل کې له دوی پیسې اخیستې وې، خو بیا د امر بالمعروف ځواکونو لخوا ونیول شوې؛ دغو ښځو د ځینو طالب ځواکونو غیر اخلاقي او ګواښونکې غوښتنې هم افشا کړې.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په دې اړه زموږ اړیکو ته ځواب رانه کړ.
