ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې طالبانو په پنجشیر ولایت کې د هغو ښځو تګراتګ منع کړی دی، چې چادري یا برقع يې نه وي اغوستي. د سرچیینو په وینا، دغو ښځو ته نه د دې ولایت د ننوتو اجازه ورکول کېږي او نه هم د وتلو.
سرچینې وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورینو د پنجشیر په بېلابېلو برخو کې څو امنیتي پوستې جوړې کړې دي او د ښځو حجاب یا حجابساتنه په دغو پوستو کې څېړل کېږي.
سرچینې زیاتوي، چې حتا ځینې هغه نجونې چې عمرونه یې له پنځلسو کلونو کم دي، د امر بالمعروف له لوري تر پوښتنو لاندې راغلي او هغوی ته ګواښ ورکړل شوی چې بې له چادرۍ یا برقع د تګراتګ اجازه نه لري، حتا که چپنه هم واغوندي او خپل مخ پټ کړی وي.
په نږدې څلور کلنه واکمنۍ کې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي دي.
په هغه قانون کې چې د طالبانو لخوا د امر بالمعروف په نوم تېر کال د اسد میاشت کې توشیح شوی، د ښځو غږ هم “عورت” بلل شوی دی.
