پاکستاني پولیسو د جمعې په ورځ وویل، چې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په تختي خېل سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته د ډرون په وسیله برید شوی، چې په ترڅ کې یې د یو پوځي وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د بنو د پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي په وینا، د کوادکوپټر ډرون د سرحدي ځواکونو پر پوسته چاودېدونکي توکي غورځولي دي.
د برید په غبرګون کې، د ایفسي او خیبر پښتونخوا پولیسو په ګډه د ترهګرو د موندلو لپاره په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي.
بلخوا، چارواکو د بنو په سیمه کې نامحدود ګرځبندیز لګولی، ځکه چې امنیتي ځواکونو هلته پراخ عملیات پیل کړي دي.
سلیم عباس کلاچي په وینا، عملیات وروسته له هغې پیل شول چې استخباراتي معلوماتو د وسلهوالو حضور تایید کړ.
هغه وویل، اوسېدونکو ته ویل شوي چې له سهار ۵ بجو وروسته دې تر بلې خبرتیا پورې له خپلو کورونو نه وځي.
نوموړي دا هم خبرداری ورکړ، چې هر هغه څوک چې له وسلهوالو سره مرسته وکړي یا هغوی ته پناه ورکړي، له سختو قانوني پایلو سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې ترهګر زیاتره وخت د ډرونونو له لارې پر پولیسو او عامه ځایونو بریدونه کوي، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا په جنوبي سیمو، لکه بنو کې.
