سویلي آسیا

پاکستانی چارواکی: په خیبر پښتونخوا کې به پوځي عملیات دوام ولري

د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چودري وايي، چې د تحریک انصاف ګوند له نیوکو سره سره، په خیبر پښتونخوا کې به پوځي عملیات دوام ولري.

نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د ملي اسمبلۍ پخواني مشر اسد قیصر ته د ځواب ویلو په توګه وکړې. ښاغلي  قیصر ژمنه کړې وه، چې په خیبر پښتونخوا کې د هر ډول پوځي عملیاتو مخالفت به کوي.

ښاغلي قیصر خبرداری ورکړ چې دوی به د داسې پلانونو پر ضد مقاومت وکړي.

دا دریځ د د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د هغه دریځ سره همغږی دی، کوم چې یې د خیبر پښتونخوا حکومت ته ویلي وو چې د دغو اقداماتو مخالفت دې وکړي. د قبایلي سیمو خلک هم د نوو پوځي عملیاتو په اړه اندېښنې لري.

په ځواب کې، وزیر وویل چې نوی عملیات نه ترسره کېږي، خو پوځي عملیات لا دمخه روان دی او هېڅوک دا اقدامات نه شي درولی.

نوموړي، اسد قیصر ته په خطاب کې وویل: «زه پوهېږم چې ته ولې اندېښمن یې.  نوموړي د  تحریک انصاف مشرتابه وغندله چې ګواکي د تحریک طالبان پاکستان ترهګر یې بېرته هېواد ته را ستانه کړي، او وپوښتل یې چې دوی له ترهګرو سره دي، که له دولته؟»

د یادونې وړ ده چې تر لومړنیو اقداماتو وروسته، د باجور امن جرګې او د ټي‌ټي‌پي ترمنځ د بریالیو خبرو له امله په باجور کې احتمالي پوځي عملیات ځنډول شوي دي.