د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، چې د بلوچستان په مستانګ ولسوالۍ کې، د یو لوړ پوړي افسر په ګډون درې پوځیان وژل شوي دي.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه پوځیان د زمري د ۱۴مې او ۱۵مې شپو ترمنځ، د وسلهوالو لخوا په یوه پوځي موټر د چاودنې له امله وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې دغه وسلهوال د هند لخوا ملاتړ کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «جګړن رضوان شهید یو زړور افسر و، چې په ګڼو ترهګر ضد عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه او تل یې خپلو سرتېرو ته د مخکښ په توګه مشري کوله.»
د جیونیوز راپور پر بنسټ، له دغې پېښې وروسته، امنیتي ځواکونو په سیمه کې د تصفیې عملیات پیل کړل او څلور وسلهوال یې ووژل.
د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د مستانګ پېښه وغندله او د پاکستان امنیتي ځواکونو ستاینه یې وکړه.
