کډوالي

ایرانی چارواکی: یوازې له سویلي خراسان ولایت څخه ۲۴۰۰ افغان کډوال ایستل شوي

محمد رضا هاشمی د خراسان رضوی والي

د ايران د سویلي خراسان والي، محمد رضا هاشمي وايي چې په تېرو څلورو میاشتو کې له دې ولايت څخه له ۲۴۰۰ ډېر افغان کډوال ایستل شوي دي. ایراني چارواکي افغان کډوال «غيرمجاز بهرني وګړي» بولي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نوموړي د جنوبي خراسان د کډوالو د قوماندې د کمېټې په غونډه کې ویلي: «په سویلي خراسان کې د قانوني او غیرقانوني وګړو شمېر نسبتاً کم دی، او د دې ولایت د غېرصنعتي کېدو له امله، ډېری افغان وګړي صنعتي او پرمختللو ولایتونو ته تللي دي.»

د هغه په وینا، په دې سیمه کې شاوخوا ۱۰ زره افغان کډوال ژوند کوي، چې د ده په باور، «دغې شمېرې ته دقیقه مدیریت او سمون اړین دی».

محمد رضا هاشمي زیاتوي چې دا مهال په سویلي خراسان کې ۱۸۰۱ افغان زده‌کوونکي او ۶۵۰ افغان محصلین د زده‌کړو په حال کې دي.

خو هغه ټینګار کړی: «له پوهنتونونو سره باید ګڼې ناستې وشي، څو د دوی د تعلیمي اندېښنو تعقیب او ارزونه وشي.»

یاد ایراني چارواکي د افغان کډوالو د کاري ځواک د استفادې پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې «هدف‌مند استفاده» له دې کاري ځواک څخه کولی شي د جنوبي خراسان د کارګرۍ د کمښت ستونزې حل کړي.

بل‌خوا، د جنوبي خراسان والي په دې ناسته کې همداراز ویلي چې ایران د تېر کال په دویمه نیمايي کې نږدې ۱.۷۵ میلیارده ډالره صادرات د جنوبي خراسان له درې سرحدي بازارونو له لارې افغانستان ته کړي، چې دی دا موضوع «د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یوه ډېره ښه موقع» بولي.