کډوالي

ایران په یوه ورځ کې ۳۴۶۷ افغان کډوال ایستلي

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون وایي، چې پرون (شنبه، د زمري ۱۱مه) ایران ۳۴۶۷ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

په ورته مهال، د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، پاکستان هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷۵ افغان کډوال، یا په زوره او یا هم په اختیاري ډول، له خپلې خاورې ایستلي دي.

طالبان وایي، دغه کډوال د اسلام‌قلعه، پل‌ابریشم، تورخم او سپین‌بولدک له پولو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دا شمېرې د تېرې اونۍ له ورځو سره په پرتله کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې د پام وړ کموالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو چارو د عالي کمېسیون د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ، د آمو موندنې ښيي، چې د زمري له ۴مې تر ۱۰مې نېټې پورې، له ایران څخه ۸۵،۳۱۲ افغان کډوال شړل شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي، چې دا په منځنۍ توګه په ورځني ډول له ۱۰ زرو کسانو ډېر دي.

یادې موندنې دا هم ښيي، چې په همدې موده کې له پاکستان څخه هم ۳،۱۸۹ تنه افغانان، یا په زوره او یا هم په خپله خوښه، بېرته شړل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت مسؤلینو د دغه وزارت د کلني راپور ورکولو په ناسته کې په کابل کې ویلي، چې په تېرو درې میاشتو (وري، غوايي او غبرګولي) کې یوازې له ایران څخه ۱.۸ میلیونه افغانان شړل شوي دي.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې تر د روان میلادي کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې، نږدې ۱.۲ میلیونه افغانان له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

خو سره له دې، دواړو هېوادونو لا هم د افغان کډوالو د شړلو بهیر ته شدت ورکړی، او یو شمېر بېرته راستانه شوي کډوال شکایت کوي، چې د زورجبر پر مهال له “وهلو، شتمنیو ضبط، غیرانساني چلند او سپکاوي” سره مخ شوي دي.