د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د زمري ۱۱- د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو او د «عزیزی ګروپ انرژۍ» شرکت ترمنځ، د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید قرارداد لاسلیک شو.

د دې شرکت مشر وایي، چې د دې پروژې ارزښت لس میلیارده ډالره دی او د افغانستان اړینه برېښنا به د سکرو، ګازو، اوبو، باد او لمر له لارې تولیدیږي، او دا پروژه به سلګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

طالبانو هم په افغانستان کې د دې سترې پروژې د پیل هرکلی کړی دی.