د طالبانو د لاسوهنو او محدودیتونو له امله د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په سلګونو بشري پروګرامونه ځنډول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته لاسرسی د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
د اوچا په وینا، د طالبانو د لاسوهنو، اداري محدودیتونو او پر ښځو د جنسیت پر بنسټ فشارونو له امله ۲۴۵ بشري پروژې ځنډول شوي دي، او د بشري عملیاتو د بشپړ بندیدو خطر شتون لري.
