کډوالي

طالبان: په درېیو میاشتو کې ۱.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوي دي

د طالبانو د کډوالو وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د کالیزې راپور ورکولو غونډه کې) وویل، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

دوی زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې یې له ملي او نړیوالو ادارو سره ۱۲۵ تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي دي، چې له مخې یې له راستنېدونکو کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شویو سره د اقتصادي ملاتړ لپاره له ۷۸ میلیونه ډالرو څخه زیات مالي مرسته جذب شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې یو شمېر له ایرانه راستانه شوي کډوال شکایت لري، چې تراوسه ورته هېڅ مرسته نه ده شوې او همداراز له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

یادو کډوالو ټینګار کړی چې د ایران له لوري د جبري ایستلو پر مهال له “تشدد، سپکاوي، وهل ټکولو، د مالونو ضبط، او غیرانساني چلند” سره مخ شوي دي.

خو د طالبانو د کډوالو وزارت چارواکي وایي، چې په تېر یوه کال کې یې له کوربه هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران سره، ډیپلوماتیکې ناستې او خبرې اترې کړي دي، چې هدف یې د کډوالو ستونزو ته رسیدګي وه.

چارواکي وایي، چې په تېر یوه کال کې یې ۳۴ زره راستانه شویو ته مسلکي زده‌کړې برابرې کړي دي، او همداراز یې ۸ زره کورنیو ته نغدي مرستې ورکړي دي.

طالبان دا هم وایي چې له نړیوالو همکارو ادارو سره په همغږۍ، شاوخوا ۴۲ زره راستانه شویو او اړمنو ته د اقتصاد ښه‌والي فرصتونه برابر شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د خوړو، جامو، نقدي مرستو او نورو اړینو توکو په بڼه ۲.۷ میلیارده افغانۍ له ۴۲۰ زرو زیاتو کورنیو سره مرسته شوې ده.

طالب چارواکو زیاته کړې چې تېر کال نږدې ۹۹۵۱ افغان بندیان له ایران او پاکستانه خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په وینا، تېر کال یوازې له ترکیې راستانه شویو کډوالو ته ۲۶۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ځانګړې شوې وه.

همداراز د غونډې پر مهال دا هم وویل شول، چې د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ، تېر کال په ۲۹ ولایتونو کې د کډوالو لپاره د ۳۸ ښارګوټو جوړېدو چارې پیل شوې وې، چې نقشه‌برداري او سروې یې بشپړه شوې ده.

د یاد وزارت چارواکي وایي، چې تېر کال له طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله تر ۱۳ زرو زیاتې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي، او ادعا کوي چې تر ۳۵۹ زرو زیاتو کسانو ته عاجلې مرستې رسول شوې دي.

همداراز دوی وایي، چې تېر کال له غیررسمي کمپونو څخه ۱۱ زره کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوې دي.

خو، یو شمېر راستانه شوي کډوال او داخلي بې‌ځایه شوي کسان له وړاندې شکایت لري، چې چارواکي ورته پام نه کوي او دوی د مالي امکاناتو نشتوالي له امله خپلو سیمو ته د تګ توان نه لري.