یو شمېر هغه افغانې ښځې او نجونې چې د طالبانو له محدودیتونو د تېښتې په موخه تاجکستان کې یې پناه اخیستې وه، اوس وایي چې په دغه هېواد کې د نیول کېدو او د جبري شړلو له ګواښ سره مخې دي.
تاجکستان کې مېشتې دغه افغانې ښځې آمو سره په خبرو کې وایي، چې د تاجکستان په بېلابېلو سیمو او ښارونو کې د افغانانو د پلټنې او نیولو لړۍ پيل شوې او ډېری کډوال د دې هېواد د پولیسو له ډاره په خپلو کورونو کې پټ شوې دي.
بلخوا، د بریټانیې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې تاجکستان کې پناه اخیستونکي مسیحي افغانان هم د جبري شړلو له خطر سره مخ دي. دغو مسیحي افغان کډوالو برېټانوي رسنیو ته ویلي، چې له تاجکستان څخه د جبري شړلو په صورت کې، د طالبانو له خوا د مرګ له ګواښ سره مخ کېدل یې شونې دي.
سوسن؛ هغه افغانه نجلۍ چې هیلې او خوبونه یې د طالبانو د محدودیتونو له امله، په اوبو لاهو شوي او اوس په تبعید کې ژوند کوي.
هغه د کابل پوهنتون محصله وه، او د طالبانو له لوري د لوړو زده کړو له بندېدو وروسته، له خپلې زړه د هیلو له پرې کولو وروسته تاجکستان ته د لوړو زده کړو د دوام له خوبونو سره جلا وطنه شوه، خو دغه جلا وطني له ډار، بې پناهۍ او اوښکو ډکه وه.
وایي، چې د امن او روښانه راتلونکي په هيله یې تاجکستان ته پناه راوړې ده، خو اوس دغه هیلې یې په دغه هېواد کې په ناهیلۍ او بې وسۍ بدلې شوې دي.
له دې سره هم مهاله، افغانستان کې د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته، یو شمېر افغان عیسویان هم دې ته اړ شول چې د طالبانو له ډاره تاجکستان هېواد کې پناه واخلي، خو اوس دوی له بریټانوي رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د نیول کېدو او جبري شړل کېدو له ګواښ سره مخ دي. دغه افغان عیسویان خبرداری ورکوي، چې که چېرې په جبري توګه له تاجکستان څخه وشړل شي، نو ښایي د طالبانو د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
سوسن وايي: «هیله مې لرله چې په تاجکستان کې به د ارام ساه واخلم او په امن کې به یم، خو داسې ونه شول. موږ له کوره بهر وتلی نه شو او د پولیسو لهخوا د نیول کېدو اندېښنه لرو. تاجکستان د کډوالو د پلټنې او نیولو لړۍ پیل کړې ده، او موږ اندېښمن یو چې که افغانستان ته واستول شو، زموږ امنیت به له ګواښ سره مخ وي.»
بریټانوي رسنۍ
له تاجکستان هېواد څخه د افغان عیسوي کډوالو د ایستلو اندېښنه
د تاجکستان د پولیسو لخوا، د دغو کډوالو د نیول کېدو او ایستلو ګواښ
له شړل کېدو وروسته، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مرګ د ګواښ خبرداری
د تاجکستان حکومت تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو په دوشنبې ښار کې د افغانستان سفارت له آمو سره په اړیکه کې، د افغان کډوالو وضعیت داسې بیانوي:
راپورونه ښيي، چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر میاشتې له پیله بیا د ۲۰۲۵ کال د تر روان جولای میاشتې پورې، له تاجکستان څخه ۴۸۵ افغان وګړي اېستل شوي، چې له دې شمېرې ۳۳۴ یې یوازې پناه غوښتونکې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو تر شړل کېدو وروسته، یو شمېر دغه کډوال د طالبانو له لوري له خپل سرې نیول کېدو، شکنجې او ځورونې سره مخ شوې دي.
