د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په ټلفوني خبرو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د اندېښنې وړ بللې او ټینګار یې کړی چې دا بهیر باید په تدریجي او عزتمندانه ډول تر سره شي.
د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ژمنه وکړه چې هڅه کوي د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په داسې ډول ترسره کړي چې د کډوالو حقونه تر پښو لاندې نه شي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، سید عباس عراقچي همدارنګه د غزې په روان کړکېچ اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې اړینه ده د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته راوبلل شي تر څو د غزې د کړکېچ د حل لارو په اړه بحث وشي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال له قوله ویلي، چې ایران چمتو دی څو د افغان کډوالو په اړه د یوې «درېاړخیزې تخنیکي غونډې» ګډونوال وي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا خبره د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال، د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر، عبدالکبیر، سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا ناسته به په کابل کې د ایران، طالبانو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د استازو په ګډون جوړه شي، خو د دې غونډې د دقیقې نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي.
همدارنګه، د طالبانو د کډوالو د چارو عالي کمېسیون له خوا ورکړل شوې شمېرې ښيي، چې ایران د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې (د چنګاښ له ۲۸مې د زمري تر ۳مې) ۷۰ زره او ۸۳۰ افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.
د راپور پر بنسټ، دا کډوال د هرات له اسلامقلعه او د نیمروز د ورېښمو پل له سرحدي لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
