د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د ملي ازموینو ادارې نن یکشنبه (۲۹ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ل) د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، سید موسی، د سید داوود سادات زوی، چې د کابل ولایت استازیتوب یې کاوه، د ۳۵۶.۵۷۴۱۵ نمرو په ترلاسه کولو سره د هېواد په کچه د کانکور عمومي اولنمره شوی او د کابل طبي پوهنتون د درملنې (طب معالجوي) پوهنځي ته بریالی شوی دی.
سید موسی د کابل د «پامیر نوین» له خصوصي لیسې فارغ شوی دی.
تر هغه وروسته، محمد نذیر، چې هم د همدې لیسې فارغ دی، د ۳۵۶.۵۷۴۱۴ نمرو په اخیستو سره دوهم مقام خپل کړی او د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
دریېم مقام حمزه ترلاسه کړی، چې د کابل د غلام حیدر خان له لیسې فارغ شوی دی. هغه ۳۵۳.۵۳۳۱۶ نمرې ګټلې او د کابل پوهنتون ته بریالی شوی دی.
عصمتالله، چې د ابراهیم خلیلالله له لیسې فارغ شوی، د ۳۵۳.۲۸۳۰۸ نمرو په اخیستو سره څلورم مقام خپل کړی او کابل پوهنتون ته بریالی شوی دی.
واکمن، چې د کابل د سورداک له لیسې فارغ شوی، د ۳۵۳.۲۸۳۰۷ نمرو په ترلاسه کولو سره پنځم شوی او د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
عبدالباقي حقاني، چې د طالبانو تر واک لاندې د ملي ازموینو د ادارې رئیس دی، ویلي، سږکال په کانکور کې ټول ۱۵۴ زره او ۸۰۰ تنو ګډون کړی و، چې له دې ډلې ۸۱ زره او ۱۸۱ تنه د لوړو او نیمه لوړو زدهکړو مؤسسو ته بریالي شوي دي.
د هغه په وینا، د سږني کانکور د بریالیتوب کچه ۶۹ سلنه ده.
حقاني زیاتوي، سږ کال د جذب ظرفیت ۷۷ زره کسان په لوړو زدهکړو او ۳۴ زره کسان په نیمه لوړو زدهکړو مؤسسو کې اټکل شوی و.
د کانکور پایلو له مخې، د دیني علومو په برخه کې ۵۹ سلنه، د شپې برنامو کې ۹۹ سلنه او د ۱۴ پاس (فني او حرفوي) برنامو کې ۵۳ سلنه ګډونوال بریالي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سږني کانکور ازموینه، لکه د تېرو دوو کلونو په څېر، له نجونو پرته ترسره شوې.
نجونې د درېیم پرلهپسې کال لپاره له دې حق محرومې شوې چې د کانکور ازموینه کې ګډون وکړي. سږنۍ کانکور ازموینه په پنځه پړاوونو کې د هېواد په کچه ترسره شوې ده.