طالبانو ښځې او نجونې له نیول کېدو وروسته امنیتي حوزو او کورنیو چارو وزارت ته سپارلي دي.
باخبرو سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر “محتسبینو” له امنیتي حوزو سره په همکارۍ د چهارشنبې په ورځ د کابل له شهرنو څخه لسګونه ښځې د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه مراعاتولو په تور ونیولې.
دې سرچینو زیاته کړې چې ځینې نیول شوې ښځې د ضمانت په بدل کې له پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوې، خو یو شمېر یې لا هم د طالبانو په بند کې دي.
په ورته وخت کې، د طالبانو لخوا نیول شوې یو شمېر ښځې ادعا کوي چې طالبانو د پوښتنو ګروېږنو پرمهال وهلي ټکولي او سپکاوی یې ورته کړی دی.
خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت آمو ته د کابل په شهرنو کې د ښځو نیول رد کړل.
