د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ وايي چې د افغان وکړو جبري ایستلو د بشري حقونو څو پوړیز بحران رامینځته کړی او یو شمیر افغان کډوال د ځورونې، نیونې او شکنجې له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک خبرداری ورکوي چې هغه هیواد ته د کډوالو بیرته راستنیدل چیرې چې دوی د ځورونې، شکنجې، ظالمانه او غیر انساني چلند یا سزا له خطر سره مخ دي د نړیوال قانون بنسټیزه سرغړونه ده او باید سمدلاسه ودرول شي.
له بلې خوا، ریچارډ بنټ پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، هغه هیوادونه چې د افغان وګړو په ایستلو کې خپل اخلاقي او قانوني مسؤولیتونه له پامه غورځوي باید خپله لاره بدله کړي.
په سیمه ییزو هیوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې افغان کډوال د بې ساري ایستلو شاهدان دي؛ هغه ایستل، چې د هرې ورځې په تیریدو سره زیاتیږي، د ملګرو ملتونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
تازه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ د افغان کډوالو د پراخه ایستلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې ډیری افغان وګړي یا په جبري توګه یا د ګواښونو او ځورونې له امله بیرته ستنیدو ته اړ ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر ویانده، راوینا شمداساني، وايي: «د سیمې هېوادونه او ټوله نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان ته هر ډول ستنېدل باید په بشپړه توګه داوطلبانه وي. هغه کسان بېرته اړ کول، چې ښایي هلته له ځورونې، شکنجې یا جدي زیان سره مخ شي، د نړیوال حقوقي اصل «نه ستنوونې» ښکاره سرغړونه ده.»
د ایران د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ویلي چې ایران د کډوالو ضد نه دی او هغه کډوال چې اسناد لري نه ایستل کېږي.
دغه ایراني چارواکي د بې اسناده کډوالو شمیر دوه میلیونه وباله.
د ایران د کورنیو چارو وزیر، اسکندر مومني، وايي: «موږ یوازې له هیواده د غیرقانوني وګړو د وتلو غوښتنه کوو، او قانوني وګړي نه ایستل کیږي. که چیرې د قانوني وګړو د ایستلو کومه قضیه هم وي، نو دا څیړل شوې ده.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر، ولکر ترک، د ټولو افغان کډوالو د د جبري ستنیدو د سمدستي بندولو غوښتنه کړې ده.
په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ځورونې، خپل سري نیونې او شکنجې له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند هم په دې خبري ناسته کې د افغان کډوالو د شړلو د بې ساري زیاتوالي د بحران په اړه خبرداری ورکړ.
هغه وايي، هغه ښځې او نجونې چې په افغانستان کې له خپلو حقونو بې برخې دي که چیرې افغانستان ته ستنې شي نو له جدي خطرونو سره به مخ شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال، فرحان حق، وايي: «د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر نن خبرداری ورکړ چې په روان کال کې د هغو افغانانو شمېر زیات شوی چې اړ شوي دي افغانستان ته ستانه شي، د بشري حقونو څو پوړیز بحران یې رامینځته کړی چې د نړیوالې ټولنې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.»
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، هم په نورو هیوادونو لکه متحده عربي اماراتو کې د افغان وګړړ د ایستلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
لیکلي چې په نړیواله کچه د بشري حقونو د بحران شاهد دی او هیوادونه باید سمدلاسه د افغان وګړو ایستل ودروي ځکه چې افغانستان خوندي نه دی.
ریچارډ بنېټ وايي: «زه د هغو راپورونو په اړه ژور اندېښمن یم چې وايي ډېر ژر یو شمېر له خطر سره مخ افغانان له متحده عربی اماراتو ایستل کېږي. له هغه هېواد څخه غواړم چې دا پلان سمدلاسه ودروي. بیا یې تکراروم افغانستان خوندي نه دی، او هغه کسان چې په زور ستنېږي، له جدي څارنې، غچ اخیستنې او د بشري حقونو له سرغړونو سره مخامخ دي.»
د ایران سربیره؛ په پاکستان کې هم افغان وګړي د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي. د کډوالۍ د قضیو یو شمیر لرونکو د کډوالو د حقونو څار ادارې ته ویلي چې د دوی ایستل به په افغانستان کې د دوی ژوند له خطر سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ شمېرې ښیې چې له اتو میاشتو څخه په کمه موده کې، ۱.۹ میلیونه کسان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي، چې نږدې ۱ میلیون یې په زور شړل شوي دي.