له فاریاب ولایت څخه ځایي سرچینې، آمو ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ادارې مامورینو د فاریاب پوهنتون یو شمېر زدهکړیالان د فراغت مراسمو پر مهال نیولي دي.
د یادو سرچینو په وینا، د فاریاب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي زدهکړیالان، چې د فراغت په مراسمو کې یې نکتایي تړلې وه، د طالبانو د محتسبینو لهخوا له «وهل ټکولو» شوي او ځینې يې نیول شوي هم دي.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو محتسبان له کوم رسمي حکم پرته د مراسمو ځای ته ورننوتي او هڅه یې کړې چې د تاوتریخوالي له لارې د محصلینو د فراغت مراسم ګډوډ کړي.
له بلې خوا، نورې سرچینې د فاریاب پوهنتون څخه آمو ته ویلي، طالبانو هېڅ یوه استاد ته اجازه نه ده ورکړې چې په دغه مراسمو کې برخه واخلي.
سرچینو دا هم ویلي چې طالبانو د پوهنتون مسوولینو ته ګواښ کړی، که د کوم استاد انځور د فراغت له مراسمو څخه په ټولنیزو رسنیو خپور شي، نو متخلف به له دندې ګوښه شي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.