کډوالي

طالبان وايي چې د بریټانیا شارز دافیرز دوی ته د تماسونو د دوام ډاډ ورکړی دی

طالبان وايي چې د افغانستان لپاره د بریټانیا شارز دافیرز رابرټ ډېکسن، له یو شمېر بریټانوي ډیپلوماټانو سره یو ځای په کابل کې د طالبانو د کډوالو له وزیر، عبدالکبیر سره لیدلي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي ډېکسن په دغه لیدنه کې ډاډ ورکړی چې بریټانیا به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، د بریټانیا حکومت له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره ۱.۱ میلیارد افغانۍ مرسته کړې ده، چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې ولګول شي.

هغه همداراز ویلي چې بریټانیا به له طالبانو سره تماسونه دوام ورکړي.

د طالبانو د بیان له مخې، د لیدنې پر مهال د بریټانیا کاردار د طالبانو له ادارې سره د نړیوالو اړیکو په اړه هم خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې اوسني ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

په دې لیدنه کې عبدالکبیر ویلي چې راستنېدونکي کډوال د بېرته مېشتېدو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او دا مرستې باید سیاسي نه شي.

هغه له بریټانیا غوښتنه کړې چې د کډوالو د ښارګوټو په جوړولو کې مرسته وکړي، او ویلي یې دي چې د دغو ښارګوټو جوړېدل به د کډوالۍ له تکراره مخنیوی وکړي.

طالبان وايي، عبدالکبیر په دغه لیدنه کې ټینګار کړی چې دوی د افغانستان په اړه د نړیوالو اندېښنو ته رسېدنه کړې ده او «لویدیځ هېوادونه، په ځانګړي ډول بریټانیا، باید د دوی د ادارې د رسمیت پېژندنې په برخه کې نور ځنډ ونه کړي.»

د بریټانیا کاردار تر اوسه د دې لیدنې جزئیات نه دي څرګند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو ایستل بې‌ساري زیات کړي دي.

له بلې خوا، نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول لویدیځو هېوادونو، له طالبانو غوښتي چې د اړیکو د عادي کولو لپاره دې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، اساسي حقوقو ته درناوی وکړي.