سویلي آسیا

سوات کې د سېلاب له پېښې ۲۱ ورځې وروسته د ورک شوي ماشوم مړی وموندل شو

د یوه کوچني هلک مړی چې په سوات سیند کې د سېلابونو به مهال ورک شوی وو، ۲۱ ورځې وروسته وموندل شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ژغورونکو تایید کړې چې د سیالکوټ اوسېدونکي ماشوم عبدالله مړی د پنجشنبې په ورځ د سوات ولسوالۍ د بریکوټ تحصیل په سیمه کې موندل شوی دی.

ریسکیو ۱۱۲۲ د جون له ۲۷مې راهیسې یو پرله‌پسې او پراخ لټون پیل کړی و.

چارواکو ویلي، عبدالله د دې پېښې وروستی قرباني و چې لا هم نه و موندل شوی. د ژغورنې د دوامداره او جدي هڅو وروسته، د هغه مړی وموندل شو.

د اړینو حقوقي او قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته، د ماشوم مړی به د هغه خپل اصلي ښار، ډسکه ته ولېږدول شي.

دا پېښه د جون په ۲۷مه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د سیالکوټ یوې ۱۷ کسیزې کورنۍ د سوات سیند پر غاړه د تفریح پر مهال د ناڅاپي سېلاب له امله اوبه یوړل.

د پېښې زړه بوږنوونکي ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، ښيي چې دا کورنۍ د اوبو په منځ کې د یوې تنګې ټاپو ته پاتې شوې وه او نږدې یوه ساعت یې د مرستې غږونه کول، خو ژر مرستې نه رسېدې.