کډوالي

طالبان وايي چې له جرمني څخه د ۸۱ افغان کډوالو ایستل له دوی سره په همغږۍ کې ترسره شوی

عکس از دی پی ای.

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي وايي چې له جرمني څخه د هغو ۸۱ افغانانو د ایستلو بهیر، چې د جرمني له لوري رد شوي وو، له طالبانو سره په همغږۍ ترسره شوی دی.

عبدالقهار بلخي ویلي، چې طالبان په دې اړه د قطر دولت له «مؤثر رول او ښې اسانچارۍ» څخه مننه کوي او په دې اړه به خبرې دوام وکړي ترڅو جرمني کې مېشتو ټولو افغانانو ته د کونسلي خدماتو رسول يقيني شي

هغه زیاته کړې: «د بهرنيو چارو وزارت د کونسلۍ څانگې له خوا يې د ټولو اصولي پړاوونو له طی کېدو وروسته هیواد ته د بیرته ستنېدلو اسناد چمتو شول او نن به کابل ته رارسېږي.»

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، دا دویم ځل دی چې جرمني یو شمېر افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ایستلي دي.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې تأیید کړې چې نن سهار له لایپزېګ ښار څخه یوه الوتکه د ۸۱ افغان وګړو سره د افغانستان پر لور الوتلې ده.

د جرمني چارواکو په وینا، دا هغه کسان وو چې جرمي مخینه یې لرله او د قانون له مخې د شړلو امر پرې شوی و. ویل شوي چې شړل شوي کسان له سهاره مخکې په څو بسونو کې هوايي ډګر ته انتقال شوي، او ځینې یې د څار بریسلت هم درلود.