کډوالي

جرمني ۸۱ افغانان بېرته خپل هېواد ته شړلي د

عکس از دی پی ای.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، دا دویم ځل دی چې جرمني یو شمېر افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ایستلي دي.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې تأیید کړې چې نن سهار له لایپزېګ ښار څخه یوه الوتکه د ۸۱ افغان وګړو سره د افغانستان پر لور الوتلې ده.

د چارواکو په وینا، دا هغه کسان وو چې جرمي مخینه یې لرله او د قانون له مخې د شړلو امر پرې شوی و. ویل شوي چې شړل شوي کسان له سهاره مخکې په څو بسونو کې هوايي ډګر ته انتقال شوي، او ځینې یې د څار بریسلت هم درلود.

یاده الوتنه د قطر ایروېز له خوا شاوخوا د سهار ۸:۳۰ بجې ترسره شوه. دغه اقدام د جرمنی اوسني لومړي وزیر مشر فریدریش میرڅ تر مشرۍ لاندې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د اروپایي اتحادیې د پناه غوښتنې د تګلارې د سختېدو د غونډې سره هممهاله ترسره شوه.

د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۳۰مه، قطر د لومړي ځل لپاره د ۲۸ افغان نارینه مجرمینو د شړلو په پروسه کې مرسته وکړه. قطر له طالبانو سره د لویدیځ د محدودو اړیکو یوازینی منځګړی پاتې شوی، او دا ځل هم دغه ماموریت د همدې هېواد له لارې ترسره شوی.

پخواني صدراعظم، اولاف شولڅ، ژمنه کړې وه چې دا ډول شړنې به دوام ولري، خو تر هغه وروسته دا لومړی ځل دی چې عملي کېږي.

ستونزمن تطبیق

سره له دې چې نوی حکومت ژمنه کړې چې افغانستان او سوریې ته به د شړلو بهیر دوامدار او پراخ وي، خو دا پروسه لا هم له ګڼو خنډونو سره مخ ده. جرمني له طالبانو سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري او طالبان د نړيوالې ټولنې له لوري لا هم د مشروع حکومت په توګه نه دی پېژندل شوی.

اوسمهال، جرمني یوازې د قطر له لارې له طالبانو سره تخنیکي اړیکې لري، چې دا تعامل د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د تماس دفتر له لارې تنظیمېږي.