د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په تېره یوه میاشت کې نږدې دوه میلیونه کسانو په افغانستان کې د خوړو مرستې ترلاسه کړي دي.
خو دغه سازمان وايي چې د روان میلادي کال تر پایه د ژغورونکو مرستو د وړاندې کولو لپاره، دوی ته سمدستي ۶۰۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې دې ادارې مخکې ویلي و، سږني دوبی کې نږدې ۱۰ میلیونه کسان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي.
دغه سازمان زیاتوي، خو د بودجې د کمښت له امله، دوی یوازې کولی شي یو میلیون کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورکړي.
په دې ادارې د پخواني راپور له مخې، په افغانستان کې له هر درې کورنیو، دوه کورنۍ نشي کولی د ورځې کافي خواړه برابر کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان د خلکو اړتیاوې لا هم «سختې» دي، او ډېری کورنۍ د خپلو لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.