د طالبانو تر واک لاندې د ملي امتحانونو د ادارې مشر، عبدالباقي حقاني وايي چې د تېر کال په ترڅ کې، دغې ادارې د کانکور د ازموينې پوښتنو بانک ته څلوېښت زره نوي پوښتنې زياتې کړي دي.
هغه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې مخکې پوښتنې په دري ژبه تيارېدې او بيا پښتو ته ژباړل کېدې، خو اوس پوښتنې په پښتو او دري جلا جلا تيارېږي.
له بلې خوا، د طالبانو د ملي امتحاناتو د ادارې مشر وويل، چې په تېر يو کال کې، اويا ډلو ازموينې شوي او له ۲۱ زره ۹۶۱ کسانو څخه ازموينه اخېستل شوې ده.
هغه د کانکور، ديني مدرسو، ايګزټ ازموينې او تخصصي ازموينې د هغو ازموينو په منځ کې يادې کړې، چې تېر يو کال کې د دې ادارې له لوري ترسره شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د خپلې واکمنۍ د بيا راګرځېدو وروسته، د نجونو ګډون په ازموينو کې، په ځانګړي ډول په کانکور او طبي رشته کې د ايګزټ ازموينې کې منع کړی دی.
یو شمېر نجونې وايي، چې دا پرېکړه يې راتلونکې له منځه وړي او تېرو کلونو کې د زده کړې هڅې يې بې ګټې کړې دي.
