د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۲۶ – د ۸ بجو خبرونه

د ملګرو ملتونو د امنیت او خوندیتوب څانګې ویلي دي چې له ایرانه د کډوالو د جبري ایستلو د پروسې له پیل وروسته، د هیواد په لویدیځ کې د اسلام قلعه له سرحدي لارې هره ورځ د تګ راتګ کچه له ۱۶ زرو څخه ۲۲ زرو ته لوړه شوې ده.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، رزا اوتونبایوا، د اسلام قلعه سرحدي لارې څخه د لیدنې پرمهال، د کډوالو د راستنیدو د بې ساري زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړ او دې بشري ناورین ته ځواب ویلو لپاره یې د بیړني نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.

له دې سره، له ایرانه راستانه شوي ځینې کډوال وايي چې د دوی پیسې او شتمنۍ په ایران کې پاتې دي.