د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۲۳ – د ۸ بجو خبرونه

د ایران او افغانستان ترمنځ، د پولي په صفري کرښه کې د آمو د خبریالانو اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو په ګډون، هره ورځ، زرګونه افغانان د ایراني پولیسو لخوا د اسلام قلعې بندر ته استول کېږي.

سیمه‌يیزې سرچینې هم مني، چې په ورځ کې یوازې د اسلام‌ قلعې بندر له لارې له شلو تر دېرش زره افغان کډوال هېواد ته را اوړي.

ورته مهال، یو شمېر راستانه شوي افغانان خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د اقتصادي ستونزو له امله ایران ته کډوال شوي وو، خو اوس تش لاسونه بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلې دي.