د پکتیا ولایت څخه سرچینې آمو ته وایي، چې د دغه ولایت مرکز ګردېز ښار کې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت او د روغتیایي قوانینو د بررسۍ عمومي مدیریت، ١٢ روغتیایي مرکزونه تړلي دي.
بلخوا د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت هم یاده موضوع تائیدوي او وایي، چې د یاد نظارتي ټیم له ارزونې وروسته، د روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې او د شفري نسخو د لیکلو له امله، یوه ایکسرې خونه، دوه روغتیايي کتنځایونه، درې لابراتوارونه او شپږ د غاښونو کلینیکونه تړل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د څېړنې په لړ کې اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنې هم شوي، تر څو د عامې روغتیا وزارت د اصولو او پالیسیو سره سم، خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
طالبانو ویلي، چې له دې وړاندې هم د کابل په ګډون، په یو شمېر نورو ولایتونو کې لسګونه غیر معیاري روغتیايي مرکزونه تړل شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو سیمیزو مسؤلینو څو ورځې وړاندې هم ویلي و، چې د شفري نسخو د مخنیوي په موخه یې هڅې روانې کړې دي چې ژر به عملي شي.