د چلسي د فوټبال لوبډلې د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۲مه، د امریکا د نیوجرسي ایالت په «مټلایف» لوبغالي کې پاریسن ژرمن ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۵ کال د کلبونو د نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
په دې لوبه کې چلسي، پاریسن ژرمن درې صفر (۳-۰) مات کړ.
یاده سیالۍ د ایراني لوبڅار علیرضا فغاني له لوري وڅارل شوه.
د کلبونو د نړیوال جام د جایزو د ویش مراسمو کې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ هم ګډون کړی و.
دا د کلبونو د نړیوال جام یوویشتم پړاو و، چې د فیفا لهخوا د ۳۲ لوبډلو په ګډون د امریکا په کوربتوب ترسره شو.
