امنیت

سرچینې: بدخشان کې نامعلومو وسله‌والو د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي

د هغه کور انځور چې وسله‌وال ور اوښتي وو.

له بدخشان ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي چې د دې ولایت د بهارک ولسوالۍ په خیراباد کلي کې د شنبې په شپه (د چنګاښ ۲۱مه) د یوې کورنۍ درې غړي د نامعلومو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا، د پېښې قربانیان یو سړی، د هغه زوی او مېرمن یې دي.

سرچینو زیاته کړې ده چې وسله‌والو د شپې له خوا د دې کورنۍ کور ته ننوتلي او له یو څه شخړې وروسته یې پلار او زوی په ډزو وژلي او یوه ښځه هم د قربانیانو په ډله کې ده.

یوې باوري سرچینې آمو ته ویلي چې دغه کورنۍ له دې پېښې وړاندې د کچالو له پلور څخه ۲۰۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې وې او هماغه شپه وسله‌وال د دوی کور ته د خوب پر مهال ننوتلي، پیسې یې د زوی له بستر څخه اخیستي، او کله چې کورنۍ مقاومت کړی، نو پر هغوی یې ډزې کړي دي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، په ټول افغانستان کې هدفي او مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.

طالبان، سره له دې چې د ټول هېواد د بشپړ امنیت دعوه کوي، خو تل د دا ډول پېښو عاملان «ناڅرګند وسله‌وال» بولي.