کډوالي

ایران د افغان کډوالو د سرشمېرنې پاڼې بې‌اعتباره اعلان کړې

د ایران د کورنیو چارو وزارت په یوه بې‌مخینې اقدام کې د کډوالو د سرشمېرنې پاڼې بې اعتباره اعلان کړې او د دغو پاڼو درلودونکو ته یې خبرداری ورکړ چې د ټاکل شوي وخت مخکې دې د ایران له خاورې ووځي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت همداراز ټینګار کړی چې د روان هجري لمریز کال له پایته رسېدو وروسته د سرشمېرنې پاڼو درلودونکي له ټولو خدماتو بې برخې کېږي او په جبري توګه به له ایرانه وویستل شي.

هممهاله د ایران د بهرنیو وګړو د چارو ادارې اعلان کړی چې د څلورو میاشتو په کمه موده کې له ۷۷۲زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه له ایرانه ایستل شوي دي.

د ایراني چارواکو د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، د څلورو میاشتو په کمه موده کې له ۷۷۲زرو ډر افغان کډوال په اجباري او اختیاري توګه له ایرانه ستانه شوي دي.

ایراني رسنیو د ایران د بهرنیو وګړو د چارو ادارې رییس له قوله راپور ورکړی چې د روان لمریز کال له پیله تراوسه نږدې ۸۰۰زره افغان کډوال په اجباري اواختیاري توګه له ایرانه ایستل شوي دي.

هممهاله د ایران د کورنیو چارو وزارت د یوي اطلاعیي په خپرولو سره د کډوالو د سرشمېرنې پاڼې باطلې اعلان کړي او د دغو پاڼو ټولو درلودونکو ته یې خبرداری ورکړ چې د ټاکل شوې مودې مخکې دې د ایران له خاورې ووځي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه راز ټینګار کړی چې د روان لمریز کال ترپایه د سرشمېرنې د پاڼو درلودونکي له ټولو عمومي خدماتو بې برخې کېږي او په جبري توګه به له ایرانه وویستل شي.

هممهاله له ایرانه په جبري توګه له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو په چټکېدو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي روزا اوتونبایوا او د کډوالو د عالي کمېشنراستازي د کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه هرات ولایت ته سفر کړی دی.
په هرات کې د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو د خبرپاڼې پر بنسټ، د ملګرو ملتونو پلاوي له طالب چارواکو سره له ایرانه د ایستل شویو کډ‌والو پر وضعیت خبرې کړې دي.
په دې کې ایستل شوي کډوال د ایراني پولیسو پر چلند د نیوکې ترڅنګ له ترخه وضعیته کیسه کوي.

له ایرانه یو ایستل شوی کډوال وايي: «په ایران کې ستونزې ډېرې وې. له مونږ سره د ایران د پولیسو چلند ناوړه او سپک و، هر چېرته به چې تللو، له مونږ سره یې ښه چلند نه کاوه.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیله تراوسه په جبري او اختیاري توګه له ایران او پاکستان څخه له ۱.۶ میلیونه ډېر کډوال هېواد ته ستانه شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

راپورونه وايي، له ایران او پاکستانه ایستل شوي ډېری کډوال لومړنیو خدماتو، د بېلګې په توګه سرپناه، څښاک اوبو، خوړو او روغتیايي خدماتو ته بشپړ لاسرسی نه‌لري.