طالبان وایي چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د احمدشاه په نوم یو ۱۳ کلن ماشوم، چې څو ورځې وړاندې تښتول شوی و، د یوې ځانګړې عملیات په ترڅ کې ژغورلی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د طالبانو د استخباراتو او امنیې قومندانۍ له خوا، د مزارشریف ښار په څلورمه ناحیه کې ترسره شوی دی.
طالبانو ویلي چې د ماشوم د ژغورنې عملیات د بلخ والي محمد یوسف وفا لخوا رهبری شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملیاتو پر مهال د انسانتېښتوونکو پټنځای په نښه شوی، دوه تنه تښتوونکي وژل شوي او یو بل تن نیول شوی دی.
طالبان وایي، دغه ماشوم د مزارشریف ښار د اوومې ناحیې څخه تښتول شوی و او اوس په بشپړه روغتیا خپلې کورنۍ ته بېرته ورسپارل شوی دی.